د کډوالو لپاره معلومات

ایا زه دLGBTIQ*ټولنې برخه یم؟

په جرمني کې، لنډیز„LGBTIQ*“د هغو ټولو کسانو د تشریح لپاره کارېږي چې جنسي تمایل یا جنسیتي هویت‌یې له سیس‌جندر (یعنې د زیږون پر مهال ورکړل شوي جنس سره برابر هویت) او له دودیزو ټولنیزو تمایلاتو (هېترو نورماتيف) سره توپیر لري. دا اصطلاح همجنس‌پال (لیسبین، ګی)، دوه‌جنسي، ترانس*، انټر* او نه‌دوه‌ګوني اشخاص رانغاړي. حتی که تاسې فکر کوئ چې دا اصطلاحات پر تاسې صدق نه‌کوي، بیا هم که تاسې وغواړئ، د دې ټولنې برخه کېدلای شئ.’

کسانو په توګه په پناه غوښتنې بهیر کې د ځانګړو زیانمنو کسانو په توګه پیژندنه LGBTIQ*

تاسو دLGBTIQ*یوې ډلې غړی یاست چې په پناه غوښتنې بهیر او د استقبال په مرکز کې ځانګړې ستونزې او ننګونې لرئ. له همدې امله موږ تاسو د زیانمنو کسانو په توګه پېژنو. دا معنا لري چې دولت ستاسو د ځانګړې ساتنې مسؤلیت لري. د ټولو کډوالو د حقونو ترڅنګ، تاسو نور ځانګړي حقونه هم لرئ چې ستاسو د خونديتوب لپاره دي. په دې بروشر کې موږ ستاسو تر ټولو مهم حقونه تشریح کوو.

*دLGBTIQ*موضوعاتو په اړه خبرې

په جرمني کې د LGBTIQ* موضوعاتو په اړه خبرې کول منع موضوع نه دي. په پناه غوښتنې بهیر کې دا ځانګړې اهمیت لري چې د خپلې کیوئیر (بېخي جنسي تمایل لرونکي) تجربې بیان کړئ. خو په دريافت مرکز یا استوګنځي کې، له بده مرغه کېدای شي دا لا تر اوسه د ځان د ساتنې لپاره غوره وي چې د خپل هویت په اړه خبرې ونکړئ. البته، ستاسو د هویت په اړه پرانستې پریکړه په بشپړه توګه ستاسو په اختیار کې ده.

🗨️ که څه هم دا ممکن ستاسو لپاره ستونزمن وي او ښايي تاسو پریکړه وکړئ چې په خپل ګډ استوګنځي کې دا موضوع په قصدي ډول بیان نه کړئ، خو په پناه غوښتنې بهیر کې دا ډېر مهم دی چې په خپل جنسي تمایل، جنسیت هویت، او د کیوئیر(غیر دودیز جنسي هویت یا تمایل لرونکی شخص) په توګه خپلې تجربې په ښکاره توګه بیان کړئ.

همدارنګه دا سپارښتنه کیږي چې که امکان ولري، د پناه غوښتنې مشاور سره مخکې له مخکې د خپلې تښتیدنې علتونه په اړه خبرې وکړئ. حتی د کیوئیر(غیر دودیز جنسي هویت یا تمایل لرونکی شخص) پناه غوښتونکو لپاره ځانګړي قانوني مشورتي مرکزونه هم شته.

د پناه غوښتنې په بهیر کې استوګنځی

ℹ️ د پناه غوښتنې د غوښتنې موده چې تر ۱۸ میاشتو پورې وي (په ځینو فدرالي ایالتونو کې تر ۲۴ میاشتو پورې)، تاسو مکلف یاست چې په هغه فدرالي ایالت کې په ګډ استوګنځي کې اوسېږئ چې تاسو ته مسؤل دی. له ګډ استوګنځي څخه مخکې وتل یوازې په استثنایي حالتونو کې ممکن دي.

په استقبال مرکز کې تاوتریخوالی

له بده مرغه، کله نا کله په استقبال مرکزونو کې د تاوتریخوالي پېښې رامنځته کېږي. دا تاوتریخوالی کولای شي د ټولو هغو کسانو له خوا چې په مرکز کې ژوند کوي یا کار کوي رامنځته شي. د تاوتریخوالي لاندې موږ فزیکي (لکه وهل، ټک وهل) او رواني بریدونه (لکه ګواښونه، تعقیب کول یا لفظي سپکاوی) او همدارنګه د جنسي یا جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی شامل ګڼو.

څنګه کولی شم ځان د تاوتریخوالي څخه وساتم؟

که ستاسو په استقبال مرکز کې داسې څوک وي چې تاسو پرې باور لرئ (لکه مشاور یا ټولنیز کارګر)، نو دا به ډیره مرسته وي چې له هغوی سره د خپلې وضعیت په اړه خبرې وکړئ. عموماً امکان لري چې تاسو د ودانۍ بلې برخې ته، یوه یواځنۍ خونې ته یا ځانګړي استوګنځي ته د LGBTIQ* کسانو لپاره انتقال شي، ترڅو ستاسو شخصي خوندیتوب ښه شي.

خو که په مرکز کې داسې څوک نشته چې تاسو پرې باور وکړئ، نو له موږ سره په آزادانه توګه اړیکه ونیسئ. موږ به هڅه وکړو چې ستاسو نږدې د مشورتي مرکز موندنه وکړو.

کله چې تاسو د تاوتریخوالي قرباني شئ، کوم حقوق لرئ؟

هغه حقوق چې تاسو ورڅخه برخمن یاست، د هغه تاوتریخوالي د نوعیت او شدت پورې تړلي دي چې تاسو ورسره مخ شوي یاست. دا مهمه ده چې پوه شئ ستاسو د حقوقو غوښتنه به ستاسو د پناه غوښتنې پر بهیر هیڅ منفي اغېزه ونلري. په استوګنځي کې هر هغه کارکوونکی چې تاسو ته بل څه وايي، غلط دی!

📃د هر ډول تاوتریخوالي په صورت کې، تاسو کولای شئ د مسئول استقبال ادارو څخه غوښتنه وکړئ چې له ګډ استوګنځي مخکې خلاصون ترلاسه کړئ. په ورته وخت کې، تاسو کولای شئ د مرکز له مدیریت سره خپله شکایت ثبت کړئ. په ځینو مواردو کې، تاسو کولای شئ خپله شکایت د نظارتي ادارو ته هم وړاندې کړئ.

د فزیکي یا جنسي تاوتریخوالي، او همدارنګه د لفظي سپکاوي په اړه، تاسو کولای شئ پولیسو ته راپور ورکړئ. ځینې وختونه، محکمه کولای شي مجرم ته امر وکړي چې له استوګنځي ووځي او ستاسو له نږدې کېدو منع شي.

د خپلو حقوقو د غوښتنې لپاره له چا سره اړیکه ونیسم؟

د ملاتړ او خپلو حقوقو د غوښتنې لپاره، تاسو کولای شئ د LGBTIQ* مشورتي مرکزونو، پناه غوښتنې مشورتي مرکزونو، او قانوني مشاورینو سره اړیکه ونیسئ.

که تاسو د ملاتړ موندلو کې ستونزه لرئ، نو په ازاده توګه له موږ سره اړیکه ونیسئ.

د پناه غوښتنې په بهیر کې د LGBTIQ* په توګه کوم حقوق لرم؟

تاسو حق لرئ چې د BAMF مرکې لپاره ستاسو مرکې له یوې ځانګړې وړتیا لرونکې شخص (چې د پناه غوښتنې ځانګړی استازی په نوم پیژندل کېږي) سره ترسره شي. بدیل کېدای شي تاسو ورته ووایاست چې مرکچی او ژبې منځګړي باید د ځانګړي جنسیت ولري. که ممکن وي، نو باید دا پریکړه مخکې له مخکې BAMF ته خبر ورکړئ. یوه مشاور یا مشورتي مرکز کولی شي تاسو سره په دې برخه کې مرسته وکړي. که تاسو د “پناه غوښتنې ځانګړی استازی” له خوا مرکه نه یاست شوې، نو له یو مشورتي مرکز یا قانوني مشاور سره اړیکه ونیسئ.

د تاوتریخوالی راپور!

EN_Gewalt melden

Did you experience violence? This is not right! Using this form, you can report the violence. And if you need help, you can mention this too in the form. Reporting incidents of violence is important because it helps us keep track of how often violence occurs in reception areas. With the information we collect from the form, we hope to improve conditions in the reception areas. Your reporting incidents of violence therefore can help to ensure that there is less violence against LGBTIQ* refugees in the future. Please note that reporting violent incidents in the reception areas has no negative consequences for you or your asylum process.

I.Information on the violence incident

II. Assistance on ground

We will get back to you as soon as possible and see how we can further help you!

III.Information about yourself

years

IV.  Information about your current place of residence